د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور عدالت ته د افغانانو د لاسرسۍ پروژې په ناسته کې ګډون وکړ.

۲۴/۹/۱۳۹۵

دغه ناسته عدالت ته د افغانانو دلاسرسۍ د پروژې د لاسته راوړنو د وړاندې کولو، د ۲۰۱۶ کال په کاري پلان کې د بدلونونو د توضیح او تأیید او د ۲۰۱۷ کال د کاري پلان د تائید په موخه جوړه شوې وه.

د عدلیې وزیر د لاسته راوړنو، ستونزو، چالشونو او د هغو د حل د لارو چارو د لټولو په اړه بحث د کاري چارو د ښه والي لپاره مهم وبللو او وې ویل: په هغه صورت کې چې و نشو کړای پخواني اجراآت ښه و ارزوو، ستونز من به وي چې د راتلونکو کلونو برنامې په موفقانه ډول برابرې کړو.

هغهْ په مختلفو برخو کې د عدلیې له وزارت سره د ملګرو ملتونو د پرمختیاي سازمان له همکاریو څخه مننه وکړه او وې ویل: د عدلیې وزارت په خپلو اصلاحي برنامو کې او کاري موخو ته د رسېدو لپاره د تمویل کوونکو هېوادونو او بین المللي محترمو بنسټونو مالي او تخنیکي همکاریو ته زیاته اړتیالري.

د عدلیې وزیر همدارنګه د عدلیې وزارت د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو او د لیسانس او ماسټرۍ په برخوکې د داخل خدمت تحصیل د زمینې د برابرولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي سازمان له ادارې څخه د همکاریو غوښتونکی شو.

په دوام کې، د ملګرو ملتونو د پرمختیایي سازمان لوی رئیس ښاغلی دوګلاس کی، هم د موضوع په هکله خبرې وکړې او عدلي ارګانونو او په تېره بیا د عدلیې له وزارت سره یې له خپلو همکاریو څخه یادونه وکړه.

په دغه ناسته کې، په ملي سطح عدالت ته د افغانانو د لاسرسۍ پروژې د لاسته راوړنو او د هرې څېړنې پر اساس د ۲۰۱۶ کال لاسته راوړنې وړاندې شوې. په پای کې د ۲۰۱۶ کال په کاري پلان کې د بدلونونو او د ۲۰۱۷ کال  کاري پلان د تائید په منظور د بحث لاندې ونیول شو او د ګډون کوونکو د وړاندیزونو او لیدلورو په وړاندې کولو سره د تائید وړ وګرځېد.