د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب عبدالبصیر انور د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ د قانون د حاکمیت له رئیس مایکل هارتمن سره ولیدل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

۱۷/۹/۱۳۹۵

 په دې کتنه کې، دعدلیې وزیر د یوناما یا د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ له همکاریو څخه قدر داني وکړه او د اطفالو د تربیت او اصلاح د مرکزونو په مورد کې یې د یوناما نوی رپوټ اغیزمن وبللو.

ښاغلي هارتمن د عدلیې وزیر د غوښتنې سره سم  د هاوانا له نړیوالو معیارونو سره سم د اطفالو د روزنې او اصلاح له مرکزونو څخه لیدنه کړې او د اطفالو د روزنې او اصلاح د مرکزونو تفصیلي رپوټ یې د عدلیې وزیر ته وسپارلو.

ښاغلي هارتمن وویل: چې د ۲۰۱۵ کال له سپتمبر میاشت څخه د ۲۰۱۶ کال تر سپتمبر میاشت پورې یې د هېواد د ۳۱ ولایتونو د اطفالو د روزنې او اصلاح له مرکزونو څخه څو ځله لیدنه کړې او دغه رپوټ مې برابر کړی. ښاغلی هارتمن غواړي چې دغه رپوټ د اطفالو د روزنې او اصلاح  د عالي شوري په ناسته کې هم وړاندې کړي.

هغه همدارنګه د اطفالو د روزنې او اصلاح په مرکزونو کې له شته مشکلاتو او ننګوونو څخه یادوونه وکړه او د هغو د لرې کولو په منظور یې خپل لیدلوري او وړاندیزونه مطرح کړل.

په همدې حال کې د عدلیې وزیر د عدلیې له وزارت سره  د یوناما له همکاریو څخه قدر داني وکړه او وې ویل: له ډېرو هېوادونو څخه مې ليدنه کړې او د اطفالو د روزنې او اصلاح د مرکزونو ستونزې مې له هغوی سره شریک کړي دي مګر هغوی وایي چې پارلمان یې له زندانونو سره مرسته نه کوي. دعدلیې وزیر هیله څرګنده کړه چې دغه رپوټ به هغوی خبر کړي او هغوی به دیته وهڅوي چې د عدلیې له وزارت سره د اطفالو د روزنې او اصلاح د معیاري مرکزونو په جوړولو کې مرسته وکړي.

د عدلیې وزیر همدارنګه وویل: چې د اطفالو د روزنې او اصلاح مرکزونو د عالي شوري غونډه د ملی وحدت د حکومت  د اجرایي رئیس په مشرۍ جوړه شوه او ډاکټر صاحب عبدالله د هغو وزارتونو له وزیرانو څخه چې د اطفالو د روزنې او اصلاح د مرکزونو په نه اړخیز موافقه لیک کې شامل دي په جلا جلا ډول ولیدل او خبرې یې ورسره وکړې ترڅو د اطفالو د روزنې او اصلاح د مرکزونو ستونزې بررسي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یوناما، د اطفالو د روزنې او اصلاح د مرکزونو د بهبود په اړه یو نوی رپوټ خپور کړی او پدې رپوټ کې یې ستونزو ته هم اشاره کړې . د عدلیې وزیر ژمنه کړې چې د دولت  او ځینو بنسټونو په مرسته به دغه مرکزونه په معیاري ډول جوړوي.