دملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام په همکارۍ د عدلیې وزارت په واسطه د کابل پوهنتون د ( افغانستان په معلوماتي مرکز) کې د بشر د حقوقو د نړیوالې ورځې لمانځل.

۱۷/۹/۱۳۹۵

په دغه ناسته کې دعدلیې وزارت اداري مرستیال ښاغلی سیدمحمد هاشمي، د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پرواګرام رئیس دوګلاس کي، د افغانستان د بشر دحقوقو  د سازمان رئیس لعل ګل لعل او دکابل پوهنون ځینو استادانو او محصلینو ګډون کړی وو.

دعدلیې وزارت اداري مرستیال وویل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د بشر دحقوقو په کنوانسیون کې درج شوو ارزښتونو ته په پام سره هڅه کړې ترڅو د بشري جوړښتونو په رامنځته کولو سره لکه د بشر دحقوقو د مستقل کمېسیون تشکیل، د بشر دحقوقو د ساتنې او ملاتړ اداره، د مدنې ټولنو ساتنه او  ملاتړ او د بشر دحقوقو له اصولو او معیارونو سره د تقنینی سندونو همغږي کول، ترڅو په ټولو مراحلوکې د بشر دحقوقو د رعایت، حمایت او انکشاف زمینه برابره شي.

په همدې حال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام رئیس  دوګلاس کي د نارینه او ښځینه حقوقو پر برابری او د بشري ارزښتونو پرملاتړ تأکید وکړ، همدارنګه په افغانستان کې دبشر دحقوقو د سازمان رئیس لعل ګل لعل هم چې پدې ناسته کې یې خبرې کولې وویل: هڅه باید وشي چې نړیواله ټولنه او د افغانستان دولت محکمې ته د جنګي جنایتکارانو د کشولو په منظور کوټلي ګامونه پورته کړي او هیله یې وکړه چې پدې برخه کې عدلي او قضایي ارګانونه باید خپله هڅه وکړي.

ددغې ناستې په پایله کې یوې ښځې د خپلو ټولنیزو ستونزو او په خپل شخصي ژوند کې دخپلو هڅو او لاسته راوړنو یادونه وکړه او وې غوښتل چې باید پدې برخه کې ډېر کار وشي.

غونډه د کابل پوهنتون د تياتر د ډلې له خوا نندارې ته د یو نمایش په وړاندې کولو او په دې مناسبت د یو نندارتون د افتتاح سره پای ته ورسېده .