د وزیر په هکله
د ۱۳۹۰/۵/۱۲لمریز کال د چهارشنبې په ورځ د کاناډا هېواد د خپلو مرستو په دوام عدلیې وزارت ته یو ځل بیا یو شمېر اداری وسایل چې شامل دې دری پایې ایرکندیشن، دوه پایې برقي جارو، څلور دستګاه د برېښنا ذخیره، ۳۵ دانۍ د کمپیوتر کارتریج، ۱۳ دانۍ د دفتر چوکي څلور پایی الماري، ۳۰ دانۍ د بریښنا سه ساکیتي او یو شمیر قرطاسیه باب عدلیې وزارت د تقنین ریاست ته ډالۍ کړل.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د عدلیې وزارت د کنفرانسونو په مقر کې جوړه شوی وه د عدلیې وزارت اداري معین ښاغلی قانونوال سید یوسف حلیم ، د کاناډا له سفارت څخه آغلی ګریسلی او جولین فرانکس او عدلیې وزارت یو شمیر رئیسانو ګډون کړي وه.
په دې غونډه کې د عدلیې وزارت اداري معین د کاناډا هېواد د مرستو څخه له عدلیې وزارت سره په ځانګړې توګه د نوموړې وزارت د تقنین ریاست سره خوښۍ و ښوده او له دې وزارت سره د نوموړو د زیاتو مرستو غوښتونکې شو.
آغلی ګریسلی او جولین فرانکس هم له عدلیې وزارت سره د مرستو څخه خوښۍ وښوده او له دې وزارت سره د نورو مرستو ژمنه وکړه.
© e-Government of Afghanistan,
All rights reserved.