د امریکا د متحدو ایالاتو د عدلي او قضایي څانګۍ سفیر د عدلیې وزارت سرپرست او مسلکي معین سره وکتل

د امریکا د متحدو ایالاتو د عدلي او قضایي څانګۍ سفیر هنس جی کلیم د عدلیې وزارت سرپرست او مسلکي معین قانونپوه داکتر محمد قاسم هاشمزی سره د ۱۳۹۰/۵/۱۵نېټې د شنبې په ورځ له نوموړۍ  سره د کار په دفتر کې وکتل :

نوموړۍ عدلیې وزارت له سرپرست څخه د محبسونو او توقیف ځایونو د انتقال د څرنګوالۍ په اړه، چې له عدلیې وزارت څخه د کورنیو چارو وزارت ته او همدارنګه د محبسونو او توقیف ځایونو د قانون او مقررې د تعدیل په اړه د معلوماتو غوښتونکې شو چې عدلیې وزارت سرپرست په دې اړوند معلومات ور کړل دواړو خواوو ددې ترڅنګ  په ولایتونو کې د عدلي سکتور د پروګرامونو د ښه والۍ په اړه د نظر وړ د خوښۍ خبری وکړي.