د ښځو د اذیت او زورونې د مقررې د محتوي ځیني برخې:

- د ښځو د اذیت او زورونې شکایتونو ته د رسیدګۍ په منظور، په مرکز او ولایتونو کې په اړونده اداره کې د ښځو د اذیت او زورونې کمېسیون جوړېږي.

- که چېرته یوه ښځه په عامه ځایونوکې د اذیت او زورونې مورد قرار نیسي، کولی شي د ټولونه نږدې امنیتي مرجع ته شکایت وکړي.

- پولیس مکلف دی د دلایلو او شواهدو د شتون په صورت کې شکایت ته رسیدګي وکړي.

- اداره مکلفه ده د ښځو لپاره له اذیت او زورونې څخه د مصؤن او امن چاپېریال د برابرولو په منظور، لازم تدبیرونه ونیسي.

د ښځو د اذیت او زورونې د منع مقرره په رسمي جریده کې خپره شوې او نافذه ده.