عدلیې وزیر سره د UNODC د عدلي او قضایي څانګۍ رئیس لېدنه

د ۱۳۹۰/۵/۱۱نېټې د سې شنبې په ورځ د UNODC     د عدلي او قضایي څانګې نوې رئیس د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب سره د پیژندګلوي لیدنه کتنه وکړه او ددې ترڅنګ یې له خپلې تجربو او کاري سابقي څخه عدلیې وزیر ته معلومات ورکړل او زیاته یي کړه زه کوښښ کووم د عدلیې وزارت سره مثبته او مثمره همکاري ولرم په ځانګړې ډول د قانون جوړولو په برخه کې غواړم د عدلیې وزارت سره همکار واوسم په مقابل کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر د نوموړۍ د پیژندګلوي څخه خوښۍ او قدردانۍ وښوده.