د هالنډ سفیر د کندز ولایت د عدلیې ریاست لپاره د یوې باب ودانۍ د جوړولو ژمنه وکړه.

د ۱۳۹۰/۵/۲لمریز کال د یکشنبې په ورځ  په افغانستان کې مقیم د هالنډ سفیر ښاغلی پاول تالن د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب سره د خپل کار په دفتر کې ولېدل.

د موصوف د لېدلو موضوع د عدلي او قضایي سکتور سره په مرستو څرخیدله.

ښاغلی تالن ژمنه وکړه چې موږ به د کندز ولایت د عدلیې ریاست لپاره یو باب ودانۍ جوړه کړوچې د حقوقو شپږ دفترونو لرونکې وي او همدارنګه د کندزپه ولایت کې  د ژباړې خدمتونه د عدلیې وزارت لپاره په  اسانه  ولو کې مرسته وکړو .

په متقابل کې د هېواد عدلیې وزیر د هالنډ د سفیر د همکاریو له ژمنو څخه د قدرانۍ ترڅنګ  زیاته کړه:

په ملکي برخو کې همکاري د ملتونو د دوستي په نژدې کولو کې مرسته کوي او همدارنګه د مثبتو تاثیراتو لرونکې وي او موږ ستاسو له دې ژمنو څخه قدردانۍ کوو.