د ا.ا.ج د عدلیې وزارت او دملګرو ملتونو د پرمختیایي برنامې په واسطه ،حقوقي مساعدتونو ته د چټکې لاسرسۍ او د عدلي او قضایي بنسټونو د نقش په منظور دوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه په لاره واچول شوه.

۱۷-۱۸/۸/۱۳۹۵

د عدلیې وزارت اداري مرستیال سید محمد هاشمي د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام - او عدالت ته د افغانانو د لاسرسۍ پروژې څخه د مننې سره وویل:

د مدافع وکیل لرل د مظنونینو او متهمینو له اساسي حقوقو او د عادلانه محکمې له اصلي عناصرو څخه ګڼل کېږي. د ملګرو ملتونو د لارښودونو له اصولو سره سم چې د ۲۰۱۲ کال دجولای په میاشت کې جوړه شوې وه، په جزایي سیستم کې حقوقي مساعدتونو ته د هغوی لاسرسي او د هغوی له حقوقو څخه دفاع د بشر د اساسي حقوقو له ډلې څخه شمېرل کېږي. همدارنګه په ۱۹۶۶ کال کې تصویب شوې دمدني او سیاسي حقوقو د بین المللي میثاق په ۱۴ ماده کې چې افغانستان هم له هغې سره ملحق دی، د مدافع وکیل د ټاکلو حق د انسانانو د بشري حقوقو یوه برخه او د عادلانه محاکمې اصلي رکن شمېرل کېږي.

اداري مرستیال زیاته کړه: د افغانستان د اساسي قانون د ۳۱ مادې پر اساس، هر شخص کولی شي له ګرفتاري سره سم او یا دخپل حق د اثبات په خاطر مدافع وکیل ونیسي. په جنایي قضایاوو کې د بې بضاعته متهم لپاره دولت مدافع وکیل نیسي، د متهم او دهغه د وکیل ترمنځ د مکالماتو، مراسلاتو، او مخابراتو محرمیت له هر ډول تعرض څخه خوندي  دي. د اساسي قانون د دغې مادې پر اساس د مدافع وکیلانو قانون او د حقوقي مساعدتونو مقرره تنظیم او نافذ دی. دغه ملي او بین المللي اسناد د مدافع وکیل اهمیت او مقام واضح او روښانه کوي.

په دغه برنامه کې ، لاندې موارد په ډله ییز کار کې وښوول شول:

د بین المللي حقوقي مساعدتونو چارچوب.

حقوقي مساعدتونو ته د مظنونینو او متهمو اشخاصو د چټکې لاسرسۍ ځانګړتیاوې.

حقوقي مساعدتونو ته د خلکو، محاکمو، زندانونو، څارنوالیو او کورنیو د چټکې لاسرسۍ نورې ګټې.

د جنایت او جرم قربانیانو او شاهدانو لپاره حقوقي مساعدتونه.

حقوقي مساعدتونو ته د چټکې لاسرسۍ موانع او ستونزې.

حقوقي مساعدتونو ته د لاسرسۍ حق  او حقوقي چټکو مساعدتونو ته د حقوقي مساعدینو، مدافع وکیلانو، پولیس او نورو تحقیقاتي مقاماتو، څارنوالانو او قاضیانو دلاسرسۍ نقش د څېړنې لاندې ونیول شو.

په دغه ناسته کې د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواک انجمن لوی رئیس روح الله قاري زاده ، د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام د قانون دحاکمیت او بشري امنیت د برخې رئیسه مېرمن دان دیل ریو ، دعدلیې وزارت د حقوقي مساعدتونو لوی رئیس اسدالله وحدت او د سترې محکمې، لوی څارنوالی او د کورنیو چارو وزارت استازو ګډون کړی وو. ګډون کوونکو هر یو په خپل وار سره حقوقي مساعدتونو ته دچټکې لاسرسۍ د اهمیت او دحقوقي مساعدتونو په وړاندې کولو کې دعدلي او قضایي بنسټونو په نقش خبرې وکړې.

د عدلیې وزارت د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې حقوقي مساعدین توظیف کړي دي. او همدارنګه د عدلي اوقضایي پروګرام له لارې دحقوقي مساعدتونو د وړاندې کولو په منظور یې په ۲۱ ولایتونو کې د مدافع وکیلان استخدام کړي دي.