د ترکیې په کنفرانس کې د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور وینا

اعوذ بالله من الشیطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله وکفی وسلام علی عباده الذین اصطفی امابعد:

جلالتمآب رجب طیب اردغان د دوست هېواد ترکیې د جمهوریت جمهور رئیس، د ترکیې د جهوریت دعدلیې جلالتمآب وزیرصاحب او د بین المللي عدلي ـ حقوقي کنګرس په ناسته کې ګرانو او محترمو ګډونوالو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

د الله شکر اداء کوم چې تاسو جلالتمآب روغ، جوړ او کامیاب او په ترکیه کې د یمواکراسي کامیاب وینم. اجازه راکړی دخپل ځان، د افغانستان د اسلامی جمهوریت د قاضی القضات سید یوسف حلیم، د افغانستان اسلامي جمهوریت دلوی څارنوال، د اساسي قانون پرتطبیق د څار مستقل کمېسیون  رئیس محمد قاسم هاشم زي، د عدلیې وزارت ستر سلاکار محترم محمد اشرف رسولي او د راسره مل هیئت په استازیتوب دغه شانداره مجلس ته دګډون په خاطر ستاسو د بلنې څخه خپل د شکر اومننې مراتب تاسوته وړاندې کړم  اوددې علمي اوحقوقي مجلس د جوړولو ابتکار تاسو او د ترکیې جمهوري دولت ته مبارکي ووایم.

د یادونې وړبولم چې د ترکیې جمهوریت زما له متبوع هېواد سره په مختلفو برخوکې ګن مشترکات لري. په ۱۹۱۹ کال کې د افغانستان د استقلال له لاسته رواړلو وروسته او په هغه وخت کې چې په افغانستان کې د نوي دولت بنسټونه کېښودل شول او په دې منظور د علومو شوري او د قوانینو د محفل بنسټ کېښودل شو. د قوانینو د تدوین په برخه کې او ددې هیلې د پوره کولو پخاطر د دوست هیواد ترکیې څخه د بدري بیګ او جمال پادشاه په رهبری د مشاورینو او ترجمانانو په ډول حقوقي مستشاران دعوت شول چې پدې برخه کې زمونږ هېواد ددې دووکسانو د خدمتونو مرهون دي.

له دې وړاندې هم د افغانستان قضایي نظام د مجلة الاحکام فقهي کتاب چې په دوست هېواد ترکیه کې تدوین شوی وو او زمونږ په هېوادکې په دري ژبه وژباړل شو تراوسه پورې د قضاتو او عدلي او قضایي مراجعو ترګټې اخیستنې لاندې دی.

 

په دې لویه ناسته کې ګډونو کوونکو اوګرانو دوستانو!

لکه څرنګه چې خبریاست اوسنۍ غونډه پر درېوو محورونو: قضایي همکاري، د قضایي چارو آسانول او د شخړو دحل پربدیل د بحث لپاره جوړه شوې ده.

قضایي همکاري

له پولې بهر (فراملي) او سیمه ییزسازمان شوي جرمونه ورځ په ورځ د پراختیا او بدلون په حال کې دي. څرنګه چې خبریی د جرم شناسۍ متخصصین اوسنۍ قرن د سازمان شوي جرمونو د سدې په عنوان نومولی دی.

متأسفانه چې نورو هېوادونو ته په پام سره په کنفرانس کې په حاضرو هېوادونو کې د سازمان شوو جرمونو تنوع زیات دی، په داسې ډول سره چې کولی شو دغه سیمه د سازمان شوو جرمونو د استراتیژیکې سیمې په نامه ونوموو.

له دې وجهې نه د سیمې په کچه د قضایي همکاریو دکچې د لوړولو په خاطر د حقوقي کنفرانسونو جوړول یوه ستره اړتیا ده. په دې دلیل سره چې د سازمان شوو جرمونو په اړه ملي جنایي سیاست  په هېڅ عنوان سره په یواځې ډول ځواب نشي ویلی اوکافي هم ندی. له پولې بهر او په سیمه ییز ډول د جنایي سیاست په کچه کې نږدې همکاریو ته تر پخوا زیاته اړتیا لیدل کېږي.

د قضایي چارو آسانول

په محاکموکې دقضایي دوسیو تراکم له یوه اړخه او عدالت ته دلاسرسۍ او د قضایي چارو آسانول له بله اړخه زمونږ په هېوادونوکې د عدلي او قضایي بنسټونو له اندېښنوڅخه دي. چې له همدې امله، په لنډ مهال کې د متخصصینو له خوا د شکلي قوانینو تکامل او بدلون توصیه شوی دی.

په دې هکله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت، د داسې یو ارګان په عنوان چې د قوانینو د مسودو، تقنیني فرامینو او نورو تقنیني اسنادو د جوړولو او برابرولو دنده پرغاړه لري. د وروستنیو تحولاتو په بهیر کې یې داخلي شکلي او نامنظم قوانین په دفعاتو کې په منظم او موضوعي ډول جوړ، ترتیب او له پړاوونو څخه تېر کړي دي، لکه د نوي جزایي اجراآتو قانون چې ټول شکلي جزایي قوانین یې په یوه مجموعه کې تدوین او تنظیم کړي دي.

همدارنګه په بین المللي کچه دغه وزارت هڅه کړې چې بین المللي معیارونوته په پام سره د مظنونینو، متهمینو او محکومینو د استرداد قانون جوړ او له پړاوونو څخه یې تېر کړي، او په پای کې یې د سیمه ییزو او بین المللي همکاریو د موافقه لیکونو ډول ډول طرحې جوړ او ترتیب او له لاسلیک وروسته یې له ځیني هېوادونو سره له پړاوونو څخه تېر کړ.

د شخړو د حل بدیل

په ملي او بین المللي کچه د حقوقو د ساتنې  او د عدالت د تأمین سره یوځای د شخړو حل د هیوادونو د حقوقي موضوعاتو او اندېښنوڅخه دي.

په دې برخه کې په سیمه ییز او بین المللي سطح د هېوادونو رسمي جنایي سیاست له ستونزو سره مخامخ کېږي. له دې امله د شخړو د حل لپاره د بدیلو لارو پیداکول په سیمه ییزه کچه د همکاریو دکچې  لوړول او په پای کې د ملي او سیمه ییز امنیت تأمین له ځانه سره لري.

په دې برخه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت په ملي اوبین المللي کچه کوټلي ګامونه اخیستي دي.

۱- په ملي سطح، معیارونو او حقوقي اصولو او د خپل هېواد اړتیا ته په پام سره  دغه وزارت د شوري ګانو او جرګو د قانون طرح جوړ او تنظیم کړی دی.

۲- په بین المللي سطح یې د بین المللي جنایي محکمې له اساسنامې سره د یوځای کېدو د اړتیا طرح جوړه کړې چې خوشبختانه له دې اساسنامې سره د افغانستان د یوځای کېدو لامل شوی. له بلې خوا، ټول هغه جرمونه چې په دې اساسنامه کې درج شوي دي د افغانستان د جزاء دکود په نوي طرح کې ورته ځای ورکړل شوی دی.

پردې اساس پورته یادو شوو مواردو ته په پام سره، سیمه ییزه قضایي همکاري یوه نه انکارېدونکی اړتیاده. له دې امله د حقوقي او قضایي موضوع ګانو په اړه سیمه ییز جنایي سیاست ته پام او له محدود ملي جنایي سیاست څخه مخ ګرځول د سیمه ییزې قضایي همګرايۍ په برخه کې یو ضروري او لازم کار دی او په پایله کې د صلح او امنیت د تأمین لامل ګرځي.

په پای کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدليې وزارت یوځل بیا ددې پرتمینې غونډې د جوړېدو د ابتکار په وجه  د ترکیې له جمهوري دولت څخه مننه او قدر داني کوي، ددې غونډې جوړوونکو ته د لازیات موفقیت غوښتنه کوي، او د امنیت د تأمین او موخو ته د رسېدو په پرخه کې د سیمه ییزې همکاری لپاره خپله آمادګي اعلاموي.    

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

مننه