د عدلیې وزارت او د چټکې پرمختیا او مرستې د مؤسسې ترمنځ د انسان د قاچاق پر وړاندې د مبارزې او د انسان د قاچاق له خطرونو څخه د خلکو د پوهاوي دکچې د لوړولو تفاهم لیک لاسلیک شو.

دغه تفاهم لیک د عدلیې وزارت د اداري مرستیال سید محمد هاشمي او د چټکې پرمختیا او مرستو د مؤسسې د مالي او اداري رئیس عزیز بهیر له خوا لاسلیک شو.

ددې تفاهم لیک پر اساس به د مرستې او چټکې پرمختیا مؤسسه (FRD) په ۲۰ ولایتونو ( کابل، لوګر، وردګ، ننګرهار، کنړ، نورستان، لغمان، تخار، بدخشان، کندز، هرات، بلخ، جوزجان، قندهار، هلمند، نیمروز، خوست، پکتیا، غزني اوپکتیکا ) کې د پوهاوي ورکونې او د انسان د قاچاق پر وړاندې د مبارزې بهیر پیلوي.

ددې تفاهم لیک موخې:

۱. د مختلفو ټولنیزو مسایلو په هکله دخلکو د پوهاوي دکچې لوړول په خاص ډول د انسان د قاچاق د بدې پدیدې او په ژوند کې د دې پديدې د بدو اغیزو په هکله.

۲.  ددې پدیدې په هکله د اړتیا وړ معلوماتو په واک کې ورکول او له هغې څخه د مخنیوي لارې چارې.

  ۳. ددې پديدې له قربانیانوسره مرسته او د انسان د قاچاق د بدې پديدې په هکله  د خلکو او په خاص ډول د ځوانانو د نظریو خپرول، د اړیکو د چاپېریال برابرول او د عدلي او قضایي بنسټونو او خلکو ترمنځ د نظریو او دخلکو دغوښتنو تبادله کول دي.

دغه پروژه به د (۱۵۷،۲۵۲) امریکایي ډالر په لګښت د مهاجرت د بین المللي سازمان (IOM) د بنسټ په مالي مرسته د دوو کلونو او شپږو میاشتو لپاره تطبیقېږي.