عدلیې وزارت کارکوونکو ته د بشر له حقونو څخه د خبرتیا په اړه ورکشاپ جوړ شو

د بشر له حقونو څخه د خبرتیا تر عنوان لاندې د عدلیې وزارت کارکوونکو ته درې ورځنې ورکشاپ جوړشو.

نوموړې ورکشاپ چې د ۱۳۹۰لمریز کال د چنګاښ له ۲۰څخه تر ۲۲ نیټی پورې ادامه درلوده د عدلیې وزارت د بشر حقونو د واحد ملاتړ له خوا جوړ شوی وه.                                                                                                                                

په ورکشاپ کې دبشر د حقونو نړیواله اعلامیه ، د بشر د حقونو اسلامي اعلامیه،نړیوال کنوانسیونونه او میثاقونه ( د اقتصادي ، ټولنیز او فرهنګي حقونو نړیوال میثاق، د سیاسي او مدني حقونو نړیوال میثاق، د نژاد په وړاندې دټولو تبعیضونو د رفع نړیوال کنوانسیون، د ښځو پر وړاندي د ټولو تبعیضونو د رفع نړیوال کنوانسیون او د طفل د حقونو نړیوال کنوانسیون) چې افغانستان له هغو سره تړاو لري او د بشر د حقونو رعایت کوي او په پلي کولو او رعایتولو ملزم دي ددې ورکشاپ ګډون کوونکو ته تدریس شول او همدارنګه پوره معلومات په دې برخه کې وړاندې شو.  

پاتي نه وي چې دا ورکشاپ په نوبتي توګه د دې وزارت ټولو کارکوونکو ته دائریږي. څو د عدلیې وزارت ټول کارکوونکې د بشر د حقونو د اعلامیي او کنوانسیونونو چې افغانستان له هغو سره تړاو لري او له هغو څخه ژوند په روزمره کارونوکې ګټه واخلي