د افغانستان د ولایتونو یو شمېراستازو د ا.ا.ج د عدلیې وزیر سره ولېدل

د ۱۳۹۰/۴/۱۸نیټې د شنبې په ورځ د افغانستان د ولایتونو متنفذینواو سپین ږیرو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب سره  خبرې اترې وکړې.

په لېدنه کې هغوی د افغانستان له دولت سره خپل ملاتړ ، د هېواد اساسي قانون او ټولو نافذه قوانینوته خپل درنښت اعلام کړ.

ددې ترڅنګ یې د سولي له روند ، د مجدد ادغام او له نشه یي توکو سره د مبارزي  په اړه خپله پشتباني وښودله چې عدلیې وزیر ددوې دا څرګندوني په ورین تندي سره استقبال کړې او زیاته یي کړه چې عدلیې وزارت د خپلو واکونود صلاحیت په حدودوکې  ژمن دې څو ستاسو ستونزو ته په خپل وخت او لازمه توګه لاس رسي وکړي.