عدلیې وزیر سره د آسترالیا سفیر لېدنه

د ۱۳۹۰/۴/۱۲لمریز کال  د یکشنبې په ورځ د آسترالیا سفیر او ورسره هیئت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر سره د خپل کار په دفتر کې ولېدل.

موصوف د لېدلو موخه د عدلي او قضایي سکتور د وضع څېړل د عدلي او قضایي سکتور د وضعیت د بهبود په خاطرد عدلیې وزیر د نظر جلبول تشکیلوه.

په افغانستان کې مقیم د آسترالیا سفیرزیاته کړه:  د افغانستان له دولت سره زموږ ژمنې د ۲۰۱۴میلادي کال  څخه وروسته هم باید پایدارې پاتي شي او په راتلونکي کې به هم د افغانستان له دولت سره همکار یو.

وروسته د هېواد د عدلیې وزیر د موصوف د څرګندونو د قدردانۍ تر څنګ د عدلي او قضایي سکتور د بهبود د ایجاد په خاطر مقتضي او مطلوب نظریات وړاندې کړل.