د محبسونو د کاري ګروپ غونډه جوړه شوه.

د محبسونو د کاري ګروپ غونډه د عدلیې وزارت د مسلکي معین قانونپوه داکتر محمد قاسم هاشمزی او د ( محبسونو عمومي ریاست، د عامې روغتیا وزارت، د محبسونو د ملاتړ د دفتر برخه، د اروپا يي ټولنه، صلیب سرخ، آی ان ال، د اروپايي اتحادي د عدلي څانګې د اصلاحاتو پروګرام، یونما او یو ان او دي سي) استازو په ګډون د ۱۳۸۹/۱۲/۱۰نېټې د سي شنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په پېل کې، مخکینې غونډې موضاعاتو ته یوې کتنې( د نویو جوړشویو محبسونو د اړتیا وړ شیان، کنړ ، دایکندي او سمنګان ، د محبسونو د روغتیایي خدمتونو اسانتیاوي، د یوې ناستې تنظیمول چې د عدلیې او عامې روغتیا وزارتونو ترمنځ د روغتیایي تفاهم لیک لاسلیک شوي ، په یو شمیر ولایتونو کې د ښځو لپاره د اصلاح او روزنې د مرکزونو نشتون او..........) صورت ونیوه.

 ځینې محبسونه دولتی ودانې لري مګر هیڅ راز تولیدي فعالیت نه لري  (هغه محبسونه چې نسبې فعالیت لري مګر د تولید لپاره مناسب ځای نه لري، هغه محبسونه چې د تولید لپاره چندان مناسب  ځای نه لري او فعالیت لري،هغه محبسونه چي تازه جوړ شويدي او د حرفوي فعالیت لپاره مناسب ځای لري مګر وسایلو او سامانونو ته سخته اړتیا لري ، په هغه محبسونو کې چې محبوسین په کرایي ودانیو کي ساتل کیږي دولتي ودانې ورته جوړ کړای شي څو ټول صناعتي کارونه په دولتي ودانیو کي، له لوازمو او سامانونو د ماشین الات او تولیدي دستګاوي تیاري شي او هغه شمیر محبسونه چي دولتي ودانې لرې او نسبي تولیدي فعالیت هم لري تولیدي وسایلو ته اړتیا لري) خبرې اترې وشوي او د ګروپ غړو ته دنده ورکړل شوه څو بلي  راتلونکېغونډې ته خپل تصمیمونه وړاندې کړي.