له ایډزڅخه د کنټرول او ساتنې په موخه دپوهاوي ورکشاپ ( H.I.V) عدلیې وزارت کې جوړ شو

د ۱۳۹۰/۴/۵نیټې د یکشنبې په ورځ د ایډز د ناروغی او ددغې ناروغی څخه د ساتنې د لاملونو په اړه د پوهاوي ورکولو ورکشاپ د عامې روغتیا  وزارتپه همکارې د عدلیې وزارت په تالار کې جوړ شو.

په نوموړې ورکشاپ کې چې د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت اداري معین قانونوال سید یوسف حلیم ، د عامې روغتیا وزارت استازې، د ایډز د ویروس د ملي کنټرول د پروګرام استازي او عدلیې وزارت یو ګڼ شمیر کارکوونکو ګډون کړی وه.

په پيل کې غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

ورپسې د عدلیې وزارت اداري معین پخپلو خبرو کې د ایډز د ویروس په اړه کلي موضوعات (H.I.V) څرګند کړل او د عامې روغتیا وزارت د همکارې په اړه  یی خبرې وکړې .

نوموړې زیاته کړه: دغه ورکشاپ یو اسانتیا ده کولي شو آګاهي پیداکړو او ددې ناروغې د نښې نښانو او علایمو څخه جلوګیري وکړو ځکه ددې ناروغی کنټرول او وقایه له تداوي څخه اسانه او ارزانه ده.

وروسته د ظرفیت لوړولو او د لارښوونې د پراختیا سلاکار دوکتور میرزمان ملکزي د قانون له نظره د ایډز د جلوګیرې په اړه خبري وکړي او له عدلیې وزارت څخه د مرستي غوښتونکې شو نوموړې یادونه کړه.

باید د عدلیې وزارت په دې اړوند یوه قانوني  مسدوه ترتیب کړي او د پروتوکولونو د پراختیا او د قانوني سندونو په جوړولو کې له عامې روغتیا وزارت سره مرستې وکړي څو له ایډز څخه د مخنیوي پروګرامونه  او د مخدرو توکو د زیانونو کمښت چې دا یو طبي او ټولنیز اقدام دې  چې په ښه توګه صورت ونیسي او له دې ناروغې څخه د مخنیوي یواځیني لار ده.

په کلي صورت سره له دې ناروغې څخه بیرون ته د وتلو لار وجود لري چې د هغې له جملي څخه بشپړ پوهاوي پیداکول ،د عامي روغتیا وزارت همغږې له کلیدې وزارتونو سره ، ددې ناروغې په اړه  د یو قانون ترتیب او د هغې تطبیق په ټولنه کې په ګډه باید فعالیت وکړو.

 وروسته ددې ناروغې د انتقال  او د مخنیوي  دڅرنګوالي په اړه ،ګډون کوونکو ته کافي معلومات وړاندې شول.