له عدلیې وزارت سره د عدلي او قضایي سکتور ملاتړ پروګرام یا(JSSP) د همکاري د څانګې مسؤل د عدلیې وزیر سره ولېدل

د عدلي او قضایي سکتور ملاتړ پروګرام یا (JSSP) د همکارې د برخې مسؤلۍ آغلی رنی کریکو او ورسره ټیم یي په ۱۳۹۰/۳/۳۱نيټه د سي شنبي په ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب سره د کار په دفتر کې ولیدل.                                                    

د لیدنې موضوع ،د (JSSP) مؤسسې همکارې او مرستې له حقوقي مرسته کوونکو او د هغوې ادغام د عدلیې وزارت د حقوقي مرسته کوونکي ریاست سره تشکیلوله.                                                                

په پېل کې د افغانستان داسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر د (JSSP)  مؤسسي د عامه چارو سلاکار سمیه سید څخه و غوښتل ، د عدلیې وزارت اړیکي د ولایتونو له مرکزسره د انترنیت له لارې ټینګې کړې څو رپوټونه او معلومات په خپل وخت سره د وزارت لاس ته راشي.                                                      

همدارنګه خلکو ته د عامه پوهاوي په هکله، د عدلیې وزارت د پیغام اخیستونکې تلیفون(۲۰۳۰) له (JSSP) څخه وغوښتل شي څو د حقوقو ریاست د عامه پوهاي له برخې سره  اړیکي ونیسي.                                

د هغوي په همکاري سره د عدلیې وزارت د پیغام اخیستونکي تلیفون له لاري خلکو ته پوهاوي ورکړل شي څو خلک وکولي شي له دې لارې شکایتونه ، وړاندیزونه او خپل پیغامونه دې وزارت ارسال کړي.            

نوموړې د حقوقي مرستو ریاست سره د دې مؤسسي د همکاریو طالب شو او وې ویل: موږ غواړو د حقوقي مرستو ریاست ته پراختیا ورکړو او په ټولو ولایتونو کې د حقوقي مرستو ریاست اداري فعاله کړو څو بې وزلو کسانو سره مرستې صورت ونیسي.                                                     

موږ غواړو حقوقي مرسته کوونکې له حقوقې مساعدینوسره یو ځای شي او په راتلونکي کې ددې ریاست یو جز وي .              

څو یوه قوي حقوقي مرسته کوونکې اداره تشکیله شي چې موږ سره د یو انجو په شکل اړیکه ونه نیسي او د دوه یا درې کلونو په دوران کې د انتقال دوره په تدریجي توګه له عدلیې وزارت سره یو ځای شي .           

د مؤسساتو کمکونه د حقوقي مرستو کوونکود ادارې ته د عدلیې وزارت په حساب کې ورکړل شي څو عدلیې وزارت مساوي حقوق هغوی ته ورکړي.                                                                               

د عدلي او قضایي سکتور د ملاتړ پروګرام یا (JSSP)د همکاري د برخې مسؤل آغلی رنی ریکو له هغوی خبرو څخه چې د حقوقي مساعدینو رئیس ښاغلی وحدت سره کړی  وي یادونه وکړه  او وویل:               

(JSSP)به خپلو همکاریو ته د عدلیې وزارت سره خپلو موخو ته د رسیدو لپاره ادامه ورکړي او حقوقي مساعدینو ریاست به د (JSSP)  راتلل عدلیې وزارت ته استقبال کوي.                                               

نوموړې همدارنګه د خپل ټیم نوی غړی آغلی سوسن استمپر د بشر د حقوقو سلاکار په صفت او چارلس پارکر په جزایي قضایاوو کې د سلاکار وکیل په صفت وپیژندل،فضل من الله حقوقي سلاکار هم په غونډه کې ګډون درلود او په راتلونکې کې به له آغلی ستمپر سره کار وکړي.