خبرتیا

قدرمنو هیواد والو، د معاملاتو د لارښوونو د دفترونو مالکانو او موټر پلورونکو!

  • د معلاتو د لارښوونې د قانون د ۱۸ مادې د ۱ فقرې پراساس، د ملکیت د پېرودلو، پلورلو، کرایې او ګروي او د موټر د پېر او پلور په هکله حق العمل (کمېشن) په سلوکې یوه ده چې د بالمناصفې ( په سلوکې نیم ) په ډول د معاملې له دواړو لورو څخه اخيستل کېږي.
  • د همدې مادې د ۲ فقرې پر اساس، د لارښوونې د جواز لرونکی، مکلف دی تر څو پدې قانون کې درج شوی حق العمل د معاملې په سند کې درج کړي.
  • ددې قانون د۲۹ مادې د ۳ فقرې دحکم پراساس، که چېرې د لارښوونې د جواز لرونکی، د حق العمل ترنامې لاندې له ټاکل شوي مبلغ څخه زیات واخلي، د اضافي حق العمل له ورکړې سربېره، په هره معامله کې د لس زره (۱۰۰۰۰) افغانیو پر ورکړې مکلف دی.

پردې اساس، له خپلو ګرانو وطنوالوڅخه هیله لرو چې خپل معالات د معاملاتو د لارښوونو له هغو دفترونو او موټر پلورونکو سره ترسره کړي چې د هغوی جواز، مهر او سته د ا.ا.ج دعدلیې په وزارت کې ثبت وي او د جواز نېټه یې پوره شوې نه وي.

د لارښوونې دجواز، مهر او سند د قانوني والي یا د لارښوونې لخوا د هر ډول سرغړونې څخه دشکایت په منظور، کولای شی دا.ا.ج دعدلیې وزارت سره او یاپه لاندې آدرسونو اړیکې ونیسی:

ویب سایټ:www.moj.gov.af

دفیسبوک پاڼه: Ministry.justice.af

پته: د وزیر محمد اکبر خان ۱۵ سړک، درېیمه کوڅه، ښي لاسته.