د عدلیې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون تر منځ د همکاریو تفاهم لیک لاسلیک شو

د عدلیې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون تر منځ د همکاریو تفاهم لیک د ۱۳۹۰/۳/۲۵ نېټې د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د اجراآتو د سیستم د ساده کولو په اړه لاسلیک شو.

دغه تفاهم لیک، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون رئیس داکتر احمد مشاهد لاسلیک کړ.

د دغه تفاهم لیک، موخه د دواړو ادارو تر منځ د کاري پروسي د ساده کولو ، د مساوي کوښښونو د چارچوب جوړول، د کاري ستونزو  له منځه وړل، د عدلیې وزارت د اړوندو ادارو د چارو د تر سره کولو د اسانتیاوو ایجادول تشکیلوه .

او دغه تفاهم لیک د اساسي قانون د ۵۰ مادې اود ملکي خدمتونو د کارکونکو د قانون د دوېمې مادې د لومړې او پنځمې  فقرو له مخې، د افغانستان د ملي پراختیا استراتیژی، د کابل او لندن د نړیوالو کنفرانسونو موخې ، د اداري فساد په وړاندې د مبارزې ملي استراتیژې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون اود افغانستان د ټولو تعهداتو د خدمتونو د ښه عرضه کولو په خاطر جوړ شوېده.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر په دغه غونډه کې ددې تفاهم لیک د اهمیت او موخو په اړه خبرې وکړې وویل د ښو خدمتونو عرضه کول تر لاندې نقطو پورې تړلې دي.

۱- د کارکوونکې  نیک اخلاق، اهلیت او کفایت ، څو وکولي شي په صحیح  ډول خدمت و کړي.

۲- بله موضوع د ملکي خدمتونو د کارکونکې د نیت اخلاص او صداقت دې.

۳- لیاقت ، پوهه  او د خلکو د ستونزو  درک کول  له هغو خدمتونو څخه ده چې هغوي ته عرضه کیږي او باید د قوانینو سره سم،  مکلفیتونه اود خلکو حقوق وپیژنې څو له دې لارې څخه د یو مامور غلطي اصلاح شي.

۴- بله موضوع تقوی یا د نفس پاکوالې د مامور ده او دا د مامور تر عقیدي پوري اړه لري چې باور په آخرت او د هغې ورځې په پوښتنو باندې ولرې او دغه هم مستقیم آثر د هغه په اصلاح او د نفس په بهبود باندې لرې.

۵- بله موضوع قانون ده : قانون باید د خلکو له غوښتنو ، نبض او د ټولنې  له شرطونو سره سم جوړ څو خلک قانون ته په زړه کې درنښت ولري او هغه په ټولنه کې پیاده کړي.

وروسته په موږ باندې  لازمه ده هغه لارې ولټوو چې په اسانه ډول قانون په ټولنه کې پلي شي او باید غوره لار په دغه برخه کې ولټول شي .

بنآ ددغو ټولو ښه لار داده چې کارونه او اجراآت ساده کړو او کوښښ وکړو هغه لارې ولټوو څو د مراجعینو اړیکي له مامورینو سره لږ شي د فورمو له ډکولو څخه باید اجراآت تر سره شي او له دې لارې د فساد مخنیوي کیږي دغه موضوع باید په قوانینو کې درج شي او موږ خوښ یو چې په دې لار کې د اداري اصلاحاتو کمېسیو ن له موږ سره همکاري کوي.