د نړیوال بانک (پاک) له پروژو څخه د څارنې غونډه عدلیې وزارت کې جوړه شوه

د نړیوال بانک(پاک) له پروژو څخه د څارنې غونډه د ۱۳۹۰/۳/۲۲نیټې د یکشنبې په ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوریت عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب تر ریاست لاندې د وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په پیل کې د نړیوال بانک استازۍ آغلی لوبا څخه وغوښتل شو، څو له نړیوال بانک سره د خپلو پایلو رپوټ وړاندې کړې چې موصوفي دغه څرګندونې وکړې .

لومړې پړاو: د نړیوال بانک پروژې باید په نهم د چنګاښ باندې پای ته رسیدلې واې د نوموړو پروژو د تمدیدولو اړیکې جریان لرې .

د پروژو دویم پړاو ته ، نړیوال بانک هم علاقه لري څو دوېم بړاو پیل کړې د هغه مکتوب پربنسټ چې موږ د مالیې وزارت څخه تر لاسه کړي داسي نتیجه مو اخیستي  حکومت غواړې ټولې پروژې تمدید کړې په داسي حال کې چې نړیوال بانک ددې نظر مخالف دې ، بانک د یو محدود تعداد پروژو تمدیدول قبلوي نه ټولي، هغه پروژې چې موږ یې دتمدیدولو پلان لرو په لاندې ډول دې:

۱- عملیاتي او تخنیکی مصرفونه د اداري اصلاحاتو د ادارې یا (ریمو) لوی څارنوالې او سترې محکمې دفترونه.

۲- د قاضیانو او عدلیې وزارت کارکوونکو زده کړي چې ( ۱۵۰۰۰۰) زره امریکایي دالرو په لګښت د ې موخې ته د رسیدو لپاره په نظر کې نیولې شوې دي.

۳- عدلیې وزارت د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې، دې موخې ته د رسیدو لپاره (۸۰۰۰۰) زره امریکایي دالر په نظر کې نیولې شوي دي.

۴- څلورم فعالیت عملیاتي مصرفونو او تخنیکي همکاریو ته شاملیږي ،درې واړو ارګانونو ( عدلیې ،لوی څارنوالې او ستري محکمۍ) ته د کتابونو اخیستل ، ویشل، د کتابونو زده کړه دې درې واړو ادارو کې کتابخانې ډېر ارزښت لرې دې موخې ته د رسیدو لپاره څلورلکه امریکایي دالر په نظر کې نیول شوي دي.

۵- د قاضیانو د کنفرانسونو لپاره (۱۵۰۰۰۰) زره امریکایي دالر اټکل شوي دي.

۶- عدلیې وزارت کې د قوانینو چاپ او نشر لپاره (۲۵۵۰۰۰) زره امریکایي دالرو په لګښت وړاندوینه شویده عدلیې وزارت (۶۵۰۰۰) زره ټوکه کتابونه اخیستي دي او دوه بستې نور هم باید واخلې چې په ټولییز ډول درې واړه بستې (۳۸۰۰۰۰) ټوکه قوانین کیږي.

۷-اوم فعالیت حقوقي فورمونو د تخنیکي همکاریو پورې چې د لوې څارنوالې د قضایاوو مدیریت پورې اړوند کیږي موږ غواړو دغه روند ته په ولایتونو کې هم پراختیا ورکړو چې (۱۸۰۰۰۰) زره امریکایي دالر لګښت لري.

۸- بل فعالیت په بغلان او هرات ولایتونو کې د محکمو جوړولو ته شاملیږي او د هغې لګښت( ۴۸۰۰۰۰) زره امریکایي دالر وړاندوینه شوي ده.

 ۹- دغه پروژه لوی څارنوالې او عدلیې وزارت په ادارو کې ترمیماتو ته شاملیږي چې عدلیې وزارت (۵۰۰۰۰۰) زره امریکایي دالر نه دې مصرف کړې او یواځۍ  دوه پروژې یې وړاندې وړې دي چې (۶۵۰۰۰) زره امریکایي دالر کیږي بنآ ( ۱۲۰۰۰۰) زره امریکایي دالر دوه پروژې د عدلیې وزارت لپاره په پام کې نیولي شويدي . او د لوی څارنوالي لپاره (۱۰۰۰۰۰) زره امریکایي دالر په پام کې نیولې شوېدې.

 ۱۰- لسم فعالیت په لوی څارنوالي کې د معلوماتي تکنالوژي پورې د اړتیاوو اسانتیا ده چې د (۲۴۰۰۰۰) زره امریکایي دالرو په حدودوکې اټکل  ورته شوې ده.

۱۱- بل فعالیت عملیاتی مصرفونوته شاملیږي چې  د حقوقي مرسته کوونکو د پروژو لپاره او هم فرعي قراردادونه  له مدافع وکیلانو سره کیږي چې په ټولییز ډول  یې دوه میلیونو او اوه سوه زره امریکایی دالرو په لګښت  اټکل  ورته شوي ده.

۱۲- بل فعالیت د عامه حقوقي  پوهاوي  پوري اړوند کیږي چې د هغي لپاره ( ۱۵۰۰۰۰) زره امریکایي دالرو لګښت په پام کې نیول شوي دي.

۱۳-بل فعالیت عملیاتي مصرفونه او تخنیکي همکاری، له پروژي  څخه د واحد ملاتړ ده چې د هغې لپاره ( ۴۵۰۰۰۰) زره امریکایي دالر په پام کې نیول شوي دي او د بانک پر وړاندې د پروژي کلی تمدید دې او هره پروژه چې په لست کې تمدید نه وي د چنګاښ له لسمې نیټې څخه وروسته زموږ په نزد د اعتبار وړ نه ده .

یاده شوي غونډه کې دقضاییه قوي عمومي آمر داکتر عبدالملک کاموی ، د لوي څارنوالې مرستیال ښاغلی آمیني، د نړیوال بانک استازې آغلی لوبا ، د مالیي وزارت استازی، له پروژي څخه د ملاتړ واحد رئیس عزیزی او د عدلیې وزارت اداري رئیس د ا.ا. ج د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب تر ریاست لاندې غونډه تر سره  کړه او دپروژې  دویم پړاو د ستونزو په اړه به وروسته تصمیم ونیول شي.