د مور نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د ۱۳۹۰/۳/۲۴ نېټې د سي شنبې په ورځې د مور نړیواله ورځ عدلیې وزارت کې ولمانځل شوه او همدارنګه نیلو فر قدیري د عدلیې وزارت د پالیسي او پلان ریاست  د جندر د آمر په توګه ددې وزارت کارکوونکو ته وروپیژندل شوه ، نوموړې آمریت د ۱۳۹۰ کال په تشکیل کې د عدلیې وزارت د پالیسي او پلان ریاست کې  جوړ شوي دې.

په غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب : په اسلام  او اسلامي ټولنه کې د مور د مقام په اړه خبري وکړي وویل: په اسلام کې د مور د ورځې په نامه  یوه ځانګړې ورځ وجود نلري ځکه هره ورځ د مور ورځ ده او موږ باید هره ورځ او هر ساعت له خپلي زندګې څخه مورته درنښت ولرو ځکه همدغه مور ده چې د طفل حمل له هر راز تکلیفونو سره په خپله غاړه اخلي ، د نطفي په پیداکیدو سره هره ورځ د مور تکلیف زیاتیږي او هره ورځ مور خوارکي موادو ته اړتیا پیداکوي ځکه نطفه د مور له شیري څخه تغذیه کیږي او تر دوه کلونو پوري مور طفل ته شیدي ورکوي چې طفل ته د خپل ځان له شیدو څخه خوراک ورکوي ، پس په موږ واجب ده چې د خپلو میندو احترام وکړو  او له هغوی څخه اطاعت وکړو.

نوموری همدارنگه وویل: امکان لری مور او پلار مسلمان نه وی او طفل د شرع په خلاف کش کری پدی صورت کی هم د مور او پلار احترام پر اولاد  لازم ده که خه هم هغه موارد چی له شرع غیر وی  او تر عقیدی پوری  اړه ولري اولاد مکلفنه دې  په اطاعت او سرته رسولو د هغی باندی ولی په نورو مواردو کی له مور او پلار حخه اطاعت لازم ده او موږد کور نظام بایدد محبت پربنسټ ولاړ وياو کورنې اریکی باید موقت او د مادیاتو پر بنسټ  ولاړېنه وی ځکه دغه شان اریکی ورځپه ورځ یخیږياو د کورنی نظام له موږحخه تیتیږي.

نومورېله محترمومیندو حخه و غوښتل څو د خپلو اولادونو د ودونو مانع نشی او  دوی پریزدی له هغه چا  سره چی زړه یی ويواده وکړي او هغوی له خپلوکورونو حخه تیښتیته مه اړويچی د امن کورونو ته پناه وروړي.

د عدلیی وزیر په زندانونو کی د تښتیدلو ښځو څخه یادونه وکړه:

په زندانونو کی داسی ښځيشتهبنا پر هغو جبرونو چی د هغوی د کورنیو لخوا  پر دوی باندی تحمیل شوی تیختیته مجبوره شوی او له کورونو څخه د تیښتيپه عنوان زندانی شوېدي،ما د افغانستان د اسلامی جمهوریت له رئیس حخه غوښتېدېخو دغی ښځې  د عفو فرمان پواسطه خوشې  شياو همدارنگه هغه میندی چی یو یا څو صغیر طفل له ځان سره لری،نظر د طفل په شمار د حبس مده یی کمه شی او دعفو  تر فرمان لاندې راشي.  

نوموړې د خبرو په یوه برخه کې  زیاته کړه : د اسلام مبارک دین،  د ژوند لومړې ۲۱ کاله په درې برخو ویشلی دې لومړنې اوه کلونه د آقایی او باداري چې طفل یي په خپلو والدینو باندي کوي دويمی اوه کاله  د اطاعت او فرمانبرداری دوره ده او له ۱۴کلنې څخه تر ۲۱کلنې پوري د سلاکاري او له والدینو سره د همکاري دوره ده ،که چیري موږ د زندګي دغه دری واړه مرحلي  یي په نظر کي ونیسو  له ستونزي سره نه مخامخ کیږو له والدینو څخه اطاعت لازم دی خو اطاعت پخپله حد لري او په هغو موردونو کی چې له شرع سره په ټکر کې وي مکلف نه دې  په اطاعت کولو په اسلام کي تر ۱۸ کلني پوري د اولاد مسؤلیت پر پلار او مور دې او له ۱۸ کلنې او د زوړتیا په حالت کي مسؤلیت پر اولاد دې چي له مور او پلار سره کمک او همکاري وکړي.

غونډه یو تعداد ښځو ته د هدیو په ورکولو سره پای ته ورسیده .