د ا.ا.ج د عدلیې وزیر مطبوعاتي کنفرانس

د ۲۹/۱۲/۱۳۸۹ نیټې د یکشنبې په ورځ د ا.ا.ج د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب په یو خبري ناسته کې خبریالانو ته د عدلیې وزارت د محبسونو په مربوطاتو کې د خپلو ستونزو، لاسته راوړنو او پرمختیاوو د شمارلو تر څنګ ، همدارنګه د جمهوري ریاست د عفو او تخفیف د بیلا بیلو فرمانونو تطبیق په اړه چې د ۱۳۸۹ لمریز کال د ملي او مذهبي ورځو په اړوند صادر شوي دي بیان کړل او په برخه کې یې مفصلي خبري وکړي او په پای کې یې د خبریالانو سوالونو ته ځوابونه ورکړل.