د عدلیې وزارت مسلکي معین د بګرام توقیف ځای له عدلي مرکز څخه لیدنه وکړه

د ۱۳۸۹/۱۲/۱۷ نېټې د سې شنبې په ورځ د عدلیې وزارت مسلکي معین قانونپوه داکټر محمد قاسم هاشمزي د یو لړ رتبه پلاوي په ترکیب کې د پروان ولایت د بګرام توقیف ځای له عدلي مرکز څخه لیدنه وکړه .        

یادشوي یوقیف ځای په دي وروستیو کې د امریکا د متحدو آیالاتو د دفاع وزارت په مالي مرسته د یو میلیون  څخه د ډېرو امرکایي دالرو په لګښت جوړ چې د دریوو بلاکونو درلودونکي دې چې په هر بلاک کې دوولس خونې په نظر کې نېولي شوی دي تر اوسه پوري په دغه مرکز کې د (۷۹) تنو په شمېر مسلکې او اداري کارکوونکي د ملي امنیت ، د کورنیو چارو وزارت ، لوی څارنوالۍ ، ستری محکمۍ او عدلیې وزارت لخوا استخدام شوي دي که څه هم د (۵۵) تنو په شمېر نور کارکوونکو ته هم اړتیا شته څو د(۵۰۰) قضیو ته چې د پروان په توقیف ځای کې دي رسیدګۍ وشي همدارنګه د عدلیې وزارت مسلکي معین ژمنه وکړه چې د یو شمېر حقوقي مرسته کوونکو د استخدام په برخه کې چې دغه مرکز ورته اړتیا لري اقدام وکړي.