د ۱۳۹۴ کال دجدي دمیاشتې له لومړۍ نېټې څخه د۱۳۹۵ کال د زمري دمیاشتې ترلومړۍ نېټې پورې د ا.ا.ج دعدلیې وزارت د حقوقو دلوی ریاست د حقوقي اجراآتو نه میاشتنۍ لاسته راوړنې.

د قانون پراساس د ملکیت، کار، کورنۍ له حق او د هېواد د اوسیدونکو له نورو مدني حقوقو څخه دفاع، په مدني او سوداګریزو قضایاوو کې د محاکمو د فیصلوتطبیق د ا.ا.ج د مرکز دحقوقو د لوی ریاست له دندو څخه دي.

دغه ریاست د املاکي، سوداګریزو دیونو او فامیلي کمېټو لره شامل دي.

ددغې کمېټې د مسؤلیتونوځینې برخې:

املاکي کمېټه: په املاکي موضوع ګانو کې عرایض او شکایتونو ته رسیدګي  او د هغو بررسي.

د دیونو او سوداګریزکمېټه:تجارتي او  د دیونو موضوع ګانو پورې اړوند شکایتونو ته رسیدګي او د هغو بررسي.

فاملیي کمېټه:

  • فامیلي شکایتونو ته رسیدګي او د هغو بررسي.
  • د فامیلي شخړو دحل او فصل په منظور هڅه او د جوړ جاړي رامنځته کول.
  • دحضانت مسایلوته رسیدګي او د اطفالو سرپرستي.

دحقوقو لوی ریاست په مرکز، ولایتونو او ولسوالیوکې دحقوقي خدمتونو په وړاندې کولو بوخته ده.

په دیوني یا وامونو مسایلوکې درج شوي عرایض، ۱۱۹۵۵ شکایتونه.

په املاکي مسایلوکې درج شوي عرایض، ۱۷۸۴۹ شکایتونه.

په فامیلي مسایلوکې درج شوي عرایض، ۳۲۱۵ شکایتونه.

هغه اجراآت چې ددې عرایضو اوشکایتونو پر وړاندې صورت موندلای:

د ۶۳۹۹ په شمېرکې عرایض پر اصلاحي تصمیمونو د دواړو لورو د نه قناعت په نسبت محکمې ته لېږل شوي دي.

د ۱۷۱ په شمېر کې عرایض د همکاري په منظور قومنداني ته راجع شوي دي.

د ۱۵۰۹ په شمېرکې عرایض د قانوني اجراآتو په منظور ولسوالیو او نورو اړوندو اداروته راجع شوي دي.

د ۵۰۱ په شمېر کې عرایض د لازم قانوني رسیدګي لپاره اړوندو ولایتونو ته استول شوي دي.

د ۲۳۸۹ په شمېرکې عرایض د حقوقو دلوی ریاست د قدرمنو کار کوونکو  د هڅو په پایله کې اصلاح شوي دي.

د  ۱۱۵۵۱ په شمېرکې عرایض ددعوي ددواړو لورو دنه مراجعې په نسبت حفظ شوي دي.

د ۱۰۵۳۴ په شمېرکې عرایض ددوران لاندې دي.

د محاکموهغه وارده فیصلې چې د تطبیق په منظور لېږل شوي دي:

د ۴۶۳۵ په شمېرکې د دیونو یا وامونو دوسیې.

د ۱۳۹۵۸ په شمېرکې املاکي دوسیې.

د ۴۰۳۱ په شمېرکې فامیلي دوسیې.

هغه اجراآت چې ترسره شوي دي:

د ۸۱۱ په شمېرکې هغه دوسیې چې د محاکمو نهایي او قطعي حکم لره شامل دي تطبیق شوي دي.

د ۷۲۱۹ په شمېر کې دوسیې محاکموته لېږل شوي دي.

د ۴۸۷۴ په شمېرکې دوسیې ولایتونو او اړوندو اداروته لېږل شوي دي.

د ۵۸۷۶ په شمېرکې دوسیې حفظ شوي دي.

د ۱۴۸۰ په شمېرکې دوسیې ددوران لاندې دي.

له دې درکه د اجراآتو در آمدونه:

لاسته راغلې ده یکه ( ټاکلې اندازه ): ۴۸۹۲۶۰۳

له فیصلو څخه لاسته راغلې محصول: ۱۰۲۲۴۳۲۱

لاسته راغلي پیسې: ۵۲۶۵۶۰۳۰

له نېکه مرغه چې د مراجعینو لپاره دآسانتیاوو د رامنځته کولو په منظور  د دعواګانو د ثبت دیتابیس د نړیوالو بنسټونو په همکاری جوړ شوی دی.