دعدلیې وزارت دحقوقو د لوی ریاست سرپرست په یوه رسمي سفرکې د بلخ ولایت د عدلیې له ریاست څخه لیدنه وکړه

د مدني حقوقو د چارو کارپوه او د ا.ا.ج د عدلیې وزارت دحقوقو د لوی ریاست سرپرست غلام سخي محبي په هغه غونډه کې چې د (GIZ)  بنسټ د استازو، ددولت د قضایاوو د لوی ریاست د مرستیال،   د بلخ ولایت د عدلیي د رئیس او د نوموړي ولایت دحقوق او قضایاوو د آمرینو په ګډون چې د قانون د حاکمیت د پروژې له خوا ددې ولایت د عدلیې ریاست ته د مرستو د سپارلو په موخه جوړه  شوې وه ګډون وکړ.

په دغه ناسته کې د (GIZ)  بنسټ دقانون دحاکمیت پروژه د بلخ ولایت له عدلیې ریاست سره لاندې مرستې وکړې:

- ۴۰ پایه الماری ددوسیو لپاره.

- ۳۱ جلد کتابونه د عرایضو د ثبت او حقوقي اجراآتو لپاره.

- ۳۲ جلد کتابونه د مسلکي اندارج د ثبت لپاره.

- ۴۰۰۰ کاغذي ډول ددوسیې پوښونه.

دغه مرستې د بلخ ولایت دحقوقو ریاست دحقوقو آمریت او د ولسوالیو دحقوقو مدیریتونوته وسپارل شول.

ښاغلي محبي د بلخ ولایت د حقوقو د لوی ریاست د حقوقو له آمریت او د قضایاوو د ثبت له مدیریت څخه لیدنه وکړه. او د شته ستونزو او خلاګانو د لرې کولو په منظور یې لازمې لارښوونې وکړې. هغه همدارنګه د هغه مشکلاتو اوستونزو په هکله چې د مسؤلو مقاماتو احکام ته اړتیاوه د عدلیې وزارت مقام ته رپوټ وړاندې کړ.

دحقوقي قضایاوو د مدیریت سیستم د عدلیې وزارت سره په تفاهم د(J.S.S.P) بنسټ له خوا په الکترونیکي او مډرن ډول آماده شوی دی او د نوموړي وزارت د کارکوونکو په اختیار کې قرار لري، په دغه سیستم کې ټول حقوقي قضایاثبت شوي دي او په هرځای کې د انټرنټ له لارې داړوندو مسؤلینو په لاسرسي کې دي.