د حقوقي عامه پوهاوي او حقوقي مرسته کوونکو ملي کنفرانس جوړ شو.

 د حقوقي عامه پوهاوي او مرسته کوونکو ملي کنفرانس د عدلیې وزارت په نوښت او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي برنامي ( UNDP  ) او اروپایي ټولني په همکاري په۱۳۹۰/۳/۱۰نېټه د سي شنبې په ورځ د کابل د انتر کانتیننتال میلمستون کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب ، د عدلیې وزارت رئیسانو، د لوي څارنوالي مرستیال، د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې رئیس، د سترې محکمې رئیس ، د ملګرو ملتونو د پرمختیایي برنامي عمومي رئیس منوچ بسنیات، ویګاداس ازاکاس د اروپایی ټولني رئیس او استازي ( د ښځو چارو ، د حج او اوقافو ، د پوهني وزارتونو، د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون، پراساسي قانون د څار کمیسیون  او د سولي د عالي شورا د استازو ) په ګډون جوړ شو.

 د افغانستان  ډیر اوسیدونکې په ځانګړي ډول هغه چې په لرې سیمو کې زنده ګي کوي عدالت او خپلو قانوني حقوقو ته لاس رسی نه لري په ځانګړي ډول مدني حقوقو ، جزایی او ټول هغه حقوقو ته چې په قوانینو کې یادونه شوي ده لږ معلومات لري، بنا د عدلیې وزارت ضرورت او اړتیا عامه حقوقي پوهاوي او لاس رسې عدالت ته د ټول هېواد په کچه درک کړي ، په دې لحاظ عدلیې وزارت ته دنده سپارل شویده څو د اړوندو  ریاستونو او مؤسسو له لارې په ټول هېواد کې عامه پوهاوي سرته ورسوي.

 په پېل کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر ددې کنفرانس له جوړونکو او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د پرمختیایي برنامي

UNDP   )  څخه خوښې څرګنده کړه وروسته یی وویل چې له قانون او مقرراتو څخه آګاهي ورکول د پیغمبرانو کار وه  زموږ ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده او زموږ ټول قوانین د اسلامي شریعت له بنسټونوسره نه شلیدونکې اړیکې لرې بنا ټول نافذه قوانین په افغاني ټولنه کې له اسلامي شریعت څخه سرچینه اخلي.

هغوی وویل: قانون هغه وخت واکمنې کیږي چې د ټولنې وګړي قانون په زړه قبول او ځان باندې عملې کړي په پټه او ښکاره قانون ته درنښت ولري او قانون تطبیق کړي او دا کار هغه وخت امکان لري چې د خلکو زړه دا قبول کړي چې قانون ددوې په خیر او شر باندې دې.