سویس هیواد ته د عدلیې وزارت د مسلکي معین سفر

له دې څخه چې افغانستان  د طفل د حقوقو کنوانسیون لاسلیک او هغې پورې ځان الحاق کړی ده بناء،  د هغې له تطبیق څخه د ملګرو ملتونو د طفل سازمان ته  رپوټ وړاندې کړې. دغه منول ته د رسیدو په اړهد جمهوري ریاست د عالی مقام د حکم مطابق  یو کمیسیون جوړ شوی چې عبارت د ې د (د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین واصل نور مهمند،د عامي روغتیا وزارت معینه داکتره نادره حیات ،د ښځو چارو وزارت معینه پوهنیار سیده مژګان مصطفوی،د پوهني وزارت سلاکار او د بهرنیو چارو وزارت استازې د عدلیې وزارت د مسلکي معین قانونپوه محمد قاسم هاشمزی )تر ریاست لاندی توظیف شو،او په۲۲/۱۰/۱۳۹۰نیټه د یو پنځه ورځنې سفر په موخه ژنیو ( د سویس مرکز) ته روان شول.

یادشوې هیئت د ملګرو ملتونو د حقوقو دکمیټې په غونډه کې ګډون او د رپوټ تر څنګ به د طفل د حقوقو له تطبیق څخه په افغانستان کی ،د څلورو ساعتونو په جریان کی طرحه شویو سوالونوته د کمیټې له خواځوابونه ورکړل شو او په پای کی د هیئت رپوټ د کمیټې پواسطه تر ارزونې لاندې ونیول شو.

د یادونې وړده چی یادشوې کمیټې له افغانستان څخه د رپوټ په برخه خپل مباحثات ،د افغانې هیئت له خوا د  ځوابونو دوام او  ددې په مورد کی شاید  د خپل نظر اظهار وکړي.