د دولت د مالي حقوقو او قانوني منافعو څخه د دفاع په برخه کې په لومړیو شپږو میاشتو کې د عدلیې وزارت لاسته راوړنې

 د دې ادارې د دولت د قضایاوو لوی ریاست د دولت له مالي حقوقو او قانوني منافعو، ځمکو، منقول او غیر منقولو شتمنیو څخه د محاکمو په وړاندې دفاع کوي.

د عدلیې وزارت د سږکال په لومړیو شپږو میاشتوکې د ۴۰۳ په شمېرکې وارده قضیې یا دوسیې چې ځمکې، نقدو پیسو، اپارتمان، دوکان او...... لره شامل دي د دولت په ګټه پای ته رسولي دي.

هغه دوسیې چې د دولت په ګټه فیصله شوي دي:

۹۴۳ جریبه

۱۴۸ بسوې

۳۹ بسواسې

۲۲۴۹۳ متر مربع ځمکه.

۱۷ دوکانونه

۳۶۷۱۳۵۰۳ افغانۍ

۶۶۴۴۳۲ ډالر

هغه ځمکې چې ددولت په ګټه فیصله شوي دي، ډیری یې د کابل، هرات، قندهار، بدخشان، دایکندي، فاریاب او بغلان ولایتونوکې دي.

هغه دوسیې چې د دولت په زیان فیصله شوي دي.

۹۳۱ جریبه

۳۸ بسوې

۲۱ بسواسې

۹۸۹۵ متر مربع ځمکه.

د قانون پراساس، له دولتي ادارو او په خاص ډول له هغو محاکمو او ښاروالیو څخه چې غواړي د هغو له جایدادونو څخه دفاع وشي غوښتنه کوو ترڅو خپل تثبیتیه اسناد او مدارک د عدلیې وزارت ته وړاندې کړي ترڅو نوموړی وزارت وکولای شي د محاکمو پر وړاندې د هغوی له حقوقو څخه دفاع وکړي.