د عدلیې وزارت د دولت د قضایاوو د لوی ریاست او نورو دولتي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ ناسته

نېټه ۲۸/۷/۱۳۹۵

دعدلیې وزارت د دولت د قضایاوو د لوی ریاست او نورو دولتي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ ناسته، د عدلیې وزارت د قضایاوو د لوی ریاست د رئیس ښاغلي میر محمد انور سادات تر ریاست لاندې جوړه شوه.

ددغې ناستې په پیل کې د تېرې ناستې پر وړاندیزونو او لید لورو بحث وشو او په ادامه کې پرلاندې موضوع ګانو خبرې اترې وشوې:

- د دولتي ملکیتونو له غصب څخه د مخنیوي په اړه د نورو ادارو د همکاریو جلبول.

- د دولت د قضایاوو په ریاست کې له خپلو دولتي املاکو څخه ددفاع په چاروکې د ناستې د ګډون والو د نظر ښکاره کول.

- د سترې محکمې له لارې د دوو دولتي ادارو ترمنځ د ملکیت د قبالې د اجراء په هکله د سترې محکمې د استازي توضیحات.

- د ناستې د ګډون والو په واسطه له محاکماتي دوران وروسته د دولتي املاکو د استرداد رپوټ.

-  له عامه منافعو څخه د دفاع په اړه ددولت د قضایاوو د کړنو په هکله د ناستې د ګډون والو د وړاندیزونو، نیوکو او نظریاتو راټولول. او له عامه منافعو څخه ددفاع په وخت کې د دولت د قضایاوو د ریاست له خوا له نورو ادارو څخه د اسنادو، دلایلو او مدارکو غوښتنه.

په دغه ناسته کې د پورته یادو شوو موضوع ګانو په هکله له بحث وروسته لاندې تصمیمونه ونیول شو:

۱- د اړوندو وزارتونو او ادارو استازي مکلف شول ترڅو د ناستې له تصمیمونو او نوښتونو څخه خپلو ادارو ته خبر ورکړي او پایلې یې په راتلونکو ناستوکې مطرح کړي.

۲- ښاروالۍ باید د هغو وثیقو په هکله چې تردې وړاندې یې  پر اساس د اشخاصو ځمکې استملاک شوي دي، د سترې محکمې د مخزن په همکارۍ د هغو د استملاک کلونه  یادداشت او مثنی یې د ټاکلي قیمت په مقابل کې لاسته راوړي او له خپلو ملکیتونو څخه ساتنه وکړي.

۳- د ادارو استازي باید له محاکماتي دوران څخه وروسته ددولتي املاکو د استرداد رپوټ په راتلونکي ناسته کې وړاندې کړي.

۴- دولتي ادارې دې د محاکمو د اجراآتو پورې خپلې اړوندې ستونزې د عدليې وزارت له لارې د عدلیې وزارت، لوی څارنوالي او سترې محکمې ترمنځ د همغږۍ په ناسته کې وړاندې کړي او د استملاک شوي قباله جاتو د مثنی د احیاء او اخیستلو په اړه د سترې محکمې همکاري جلب شي.

۵- هغه ادارې چې د محاکمو په قطعي او نهایي حکم د بیاکتنې غوښتنه کوي خپل دلایل هم باید وړاندې کړي.

۶- د اړوندو ارګانونو ددعوي د راپورته کېدو په وخت کې، اسناد راټول او ددولت د قضایاوو له ادارې سره دې همکاري وکړي.

۷- ددولتي ادارو استازي دې د املاکو او حقوقي دعواګانو په اړوند خپلې ستونزې یادداشت او په راتلونکو ناستوکې دې د بحث او نتیجه ګیری په منظور مطرح کړي.

۸- که چېرې ادارې د هغو موضوع ګانو په هکله چې ددولت د قضایاوو د ادارې له لوري د بررسۍ لاندې قرار لري، شکایت ولري، غوره به وي چې د هغوی استازی د قضایای دولت لوی ریاست ته مراجعه وکړي ترڅو شته ستونزه ددوسیې په لیدلو سره په لنډ وخت کې حل شي.

۹- د هغو قبالو د اجراء موضوع چې له یو دولتي ادارې څخه بل دولتي ادارې ته لېږدول کېږي د ریاست جمهوري د مقام د حکم  پراساس صورت مومي، او ددې لپاره چې بایع او مشتري دولت دی د وثیقې د اجراء ضرورت ممکن ندی.

په پای کې فیصله وشوه چې ناستې باید په خپل ټاکلي وخت او د ادارو د مسلکي او متخصص استازي له معرفي کولوسره چې په تیرو ناستوکې یې ګډون کړی وي ترسره شي او د ناستو له پایلو څخه دخپلو ادارو لومړۍ درجه مسؤلینو ته خبر ورکړي ترڅو په دې برخه کې همکاري جلب شي.