د خلکو یو شمیر وکیلانو او د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کمسیون ریاست استازو د عدلیې وزیر سره وکتل.

په ۱۹/۲/۱۳۹۰ نیټه د دوشنبې په ورځ د خلکو یو شمیر وکیلانو او د افغانستان د بشري حقوقود خپلواک کمېسیون ریاست استازو د ا.ا.ج د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب سره د نوموړې د کار په دفتر کې وکتل.
د لیدلو موضوع یې د کورنې قانون په اړه د نظر څرګندول او څارنه تشکیلوله ، نوموړو د هېواد له عدلیې وزیر څخه و غوښتل څو د کورنې قانون له مدني قانون څخه جلا او په دې برخه کې یو خپلواک او جلا کود تدوین کړي. په مقابل کې د عدلیې وزیر زیاته کړه : د هېواد د ټولنیزو ، فرهنګې ، سیاسي، اقتصادي  او دیني  ارزښتونو ته په پام کې نیولو سره ، زیار باسو څو په دې برخه کې  د حل یوه اړینه او معقوله لار پیداکړو.