د ماشومانو د ملاتړ د مرکزونو په اړه د تفاهم لیک لاسلیکول

د ۱۳۹۰/۱/۲۷ نیټې چهارشنبې په ورځ یو تفاهم لیک په درې فصلونو او ۴۴ مادو کې، د عدلیې وزارت د مسلکي معین قانونپوه داکتر محمد قاسم هاشمزی، د کار او ټولنیزو چارو معین، ښځې د افغانو ښځولپاره د موسسي رئیسه او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې د مبارزې د څارنوالی رئیسې په واسطه د کار او ټولنیزو چارو د وزارت په مقر کې لاسلیک شو.
د ماشومانو له حقوقو څخه ملاتړ او د ماشومانو لپاره د زده کړې او ودې د زمینې برابرول ، ځکه ډیرې میندې د جرم د ارتکاب له وجهې د افغانستان په محبسونو کې تر حبس لاندې دي،د هغوی ماشومان بې سرپرسته پاتې دي او د ناچاری له مخې له میندو سره په محبسونو کې اوسیږي ، چې دغه کار د ماشومانو په روان باندې ناوړې اغیزې کړي او هغوی یې له منسبې ښوونې او روزنې څخه پاتې کړي، موسسه د خپل بشردوستانه فعالیتونو په خواکې مصممه ده چې د خپلو مشروع موخو د طرح او تطبیق پر بنسټ د محبسونو او د امن کورونو له ښځوسره د هغوی د ستونزو د حل، د ظرفیتونو د لوړولو او مسلکي مهارتونو په لاره کې د پرځان بسیاتوب او د کار د زمینې په برابرولو او له کورنیو سره د هغوی یو ځای کولو په منظور یو ځل بیا د (UNODC) موسسې په مالي ملاتړ خدمت وکړي ، بنآ د خپلو موخو د پلي کولو په غرض دا ځل په پام کې لري چې د افغانستان په دوو ولایتونو کې (په کابل او بلخ کې) روزنیز مرکزونه رامنځته کړي او خپل فعالیتونه په دوو برخو کې ځانګړي کړي.
- د هغو بې سرپناه ښځو لپاره چې اصولي خپلوان او مالي توان نلري او په زندان کې اوسیږي.
- د هغو بې سرپناه ښځولپاره چې اصولي خپلوان او مالي توان نلري او له حبس څخه خوشې شوي دي.
لذا له همدې وجهې نوموړی تفاهم لیک د ښځو د بنسټیزو او طبیعې حقوقو ، د مختلفو حرفواو ښوونواو روزنو او د هغوی د پرځان بسیاتوب د تآمین په غرض او په تفاهم لیک کې د درج شوو مادو د پلي کیدو لپاره د ذیدخلو اړخونو تر منځ عقد وشو.