د ا.ا.ج دعدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب تر ریاست لاندې د آریانا هوایي شرکت د اساسنامې په اړه د غونډې جوړېدل.

 نوموړې غونډه د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب تر ریاست لاندې  د  ۱۳۹۰/۲/۵ نیټې د دوشنبې په ورځ د اقتصاد وزیر ، د مالیي وزارت معین او د آریانا هوایي شرکت  د رئیس په ګډون د نوموړې د کار په دفتر کې جوړه شوه.
د یادې شوې غونډې موخه د آریانا هوایي شرکت په اساسنامه کې د یادې شوې اساسنامې  د بډایې کولو په اړوند د غونډې د غړو نظرونو ته ځای ورکول، تشکیلاوه او پرېکړه وشوه چې په آریانا هوایي شرکت کې د دولت ۵۱٪ ونډه  ثابت پاتې شې او پاتې ونډه دې د هغوی په خصوصي متشبثینو وپلورل شي.  
 اوهمدارنګه د د مالیی وزارت ونډه په آریانا هوایي شرکت کې تجزیه شي او په ضمن کې هغه کسان چې ونډه وال دي نه شي کولای چې د هیئت او څارنې د هیئتونو له ډلې څخه واوسي.