د کډوالو د نړیوالې موسسې (IOM ) رئیس د ا.ا.ج د عدلیې وزیر سره وکتل

دکډوالو د نړیوالي موسسی (IOM) رئیس د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب سره په ۱۳۹۰/۱/۳۰ نېټه د سی شنبي په ورځ د خپل کار په دفتر کې وکتل:

ددې لېدلو موخه ، د (IOM) موسسي د زیاتو فعالیتونو او پروګرامونو سره بلدتیا ،د نژدیکو اړیکو ایجادول او  د عدلیې وزارت او د یادي شوی موسسي تر منځ د دوامدارو مرستو په اړوند تشکیلوله.

د (IOM) موسسي رئیس د عدلیې وزیر څخه د مننې تر څنګ یی ، خپله وړتیا د تحکیم او د مرستو د همیشه ورکړی امیدواری ورکړه او وویل: د (IOM) موسسه د دولتی کارکوونکو د زده کړییزو څانګو ، د انسان له قاچاق او له شخړو څخه زیانمن شویو او د روغتیا یی ځایونو له جوړونکو سره په ټول افغانستان کې کمک او مرسته کوي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر د مسلکي کسانو له کمې څخه په دی وزارت کې یادونه وکړه او وویل: د عدلیې وزارت د مسلکي کسانو او متخصصینو له کمې سره په ټولو برخو کې مخامخ دی په ځانګړې توګه د قانون جوړونې په برخه کې له همدې امله د عدلیې وزارت مسلکي کسانو او متخصصینو ته د قانون جوړونې او حقوقو په برخو کې اړتیا لري څو د هغوي د تجربو او تخصص څخه ګټه واخیستل شي څو د تقنین د عمومي ریاست د کاري کچي او د قوانینو د کیفیت د لوړتیا د زیاتوالي لامل شي او دا په داسی حال کې ممکنه ده چې له هېواد څخه بهر مقیم افغاني دانشمندان او متخصصین افغانستان ته بیرته دعوت کړو څو د هغوی له مهارتونو او تخصص څخه د عدلي او قضایی سیستم د غښتلیا(تقویت) په ښه والي کې تری ګټه واخلو چې په دغه برخه کې د نړیوالي ټولني مرستو ته اړتیا لرو .       

په پای کې دواړه خواوي په لاندنیو موضوعاتو موافقي ته ورسیدل :

۱- د راتلونکو غونډو تنظیمول او د مرستو تداوم.

۲- د (IOM) موسسي ته د په لیکلي توګه د عدلیې وزارت د اړتیاوو لیږل او د نوموړي موسسي له خوا د هغي پیګیری.

۳- د عدلیې وزارت له خوا د هغو مقیم متخصص او مسلکي افغانانو پیژندل چې له هېواد څخه بهر اوسی څو ددي موسسي له خوا دعوت او جذب شي.

۴- IOMله خوا د پروپوزل تهیه او ترتیب او د هغه ښودل هغو هېوادونو او دونرانو ته د تمویلولو لپاره.