په افغانستان کې مقیم د کاناډا سفیر د عدلیې وزارت سره د همکاریو ژمنه وکړه

د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب په افغانستان کې مقیم، د کاناډا له سفیر سره په ۲۹/۱/ ۱۳۹۰نېټه د دوشنبې په ورځ د خپل کار په دفتر کې وکتل:

د کاناډا سفیر د قندهار له زندان څخه د خپل رپوټ په ضمن کې، ژمنه وکړه چې له عدلیې وزارت سره به د قانون د واکمنی ، عدالت د ټولو لپاره او همدارنګه د مسلکې پولیسو د ښوونې او روزنې په برخوکې مرستې کوي.

نوموړی د هېواد له عدلیې وزیر څخه و غوښتل د عدلیې وزارت مبرم اړتیاوې ورته وښیي څو په دې هکله د کاناډا هېواد وکولی شي په دې برخو کې له عدلیې وزارت سره مرستي وکړی.

وروسته د هېواد د عدلیې وزیر زیاته کړه: موږ په نظر کې لرو د عدلیې وزارت د تقنین په ریاست کې د ژباړی یو واحد مرکز جوړ کړو څو له دغي لاري څخه د تقنیني سندونو د ژباړې ستونزې حل شي خو موږ صحیح کدرونه نه لرو چی په استندر توګه تقنیني سندونه وژباړي او تقنیني سندونه په نورو ارګانونو کې هم په ناسمه او بی کیفیته توګه ژباړل کېږي همدارنګه په نظر کې لرو چې د قانون جوړونې چارو په ریاست کې یو کمېټه جوړه کړو څو د قوانینو تسوید، حقوقي او قانون جوړونې په  عالي معیارونو سره پخپله د عدلیې  په وزارت کې صورت ومومي او په دي برخه کې د مسلکي کدرونو  روزولو او جذبولو ته اړتیا لرو بنا موږ په یادو شویو برخو کې ستاسو د مرستو غوښتونکي یو.

وروسته د هېواد د عدلیې وزیر د کاناډا له سفیر څخه و غوښتل څو د تقنین ریاست د مسلکي غړو د اوږد مهالې زده کړییزو پروګرامونو(لیسانس او ماستري)  دورو ته په لېږلو کې هم خپله توجه راواړوي.

 ددې تر څنګ یې وویل: چې موږ د محبسونو د پولیسو( عدلي پولیسو) د روزلو په برخه کې ، د حقوقي پوهاوي او حقوقي مرسته کوونکو سره د همکاریو غوښتونکې یو .

په متقابل کې دکاناډا سفیر وویل :موږ غواړو تر نورو دریو کلونو پوري هم د عدلیې وزارت د تقنین ریاست سره همکاري وکړو او همدارنګه په نورو برخو کې به د امکان تر حده پوري لازمه همکاري وکړو.