سياسي ګوندونه او ټولنيز سازمانونه

دسياسي گوندونواو ټولنيزو سازمانودځيړني،ثبت اوسمون (انسجام) رياست د5/8/1381نيټي د(125) گڼي فرمان په اساس دعدليي وزات په چوکات کي جوړا و رامنځ ته شوچه دغه رياست (21) تنه ماْمورين او (5) تنه اجيران دمنظور شوي تشکيل سره سم درلودل دسياسي گوندونو ټولنيزو سازمانو قانون چه دوزيرانو دعالي غونډي د 25/6/1381 نيټي د24/12 گڼي مصوبي پرښت په (4) فصلواو (25) مادوکي تصويب اود 5/8/1381 نيټي دافغانستان دانتقالي اسلامي دولت درئيس په منظوري اوتوشيح اوله مرغومي مياشتي په 22نيټه 1381کال درسمي جريدي په(804)گنه کي نشرشوي دي .

ددي رياست دفعاليدونه تر25/11/1384نيټي پوري ټول(436)ټولنيزسازمانونودفعاليت قانوني جوازونه اخستيي دي.

ټولنيزسازمان ديوي مدني سټي په عنوان کولاي شي،چه دافغانستان خلکوته په مختلفوبرخوکي لکه ټولنيز،دوديز،پوهني،تحقيقاتي،هنري اوحرفوي خدمتونه وړاندي کړي .

دغه سازمانونه دولتي بنه نه لري اونه بايدپه هيڅ دولتي ارگان(څانگي)پوري تړلي وي همدارنگه ددوي فعاليتونه اوخدمتونه سوداگريزه نه دي(يعني داسي سازمانونه دي چه ددوي فعاليتونه سوداگريزه اوتجاورتي خوانلري).

بلکه داسازمانونه د وولسي(خلکو)ودولت ترمنځ دباوري پله چثيت لري،دخلکواوپر گنواړتياوي اومشکلات دژوندپه مختلفوړگروکي څاري،اوپه عين حال کي ددولتي څانگوسره په پوتينوبرخوکي کومک کونکي اومرستندوي دي.

خودولتي سازمانوته دخلکوداړتياوو ويونکي هم دي.

نوپه همدي ډول که کله په دولتي اداروکي ځه نيمگړتياوي اوکمي وي،دغه سازمانونه کولاي شي چه هغه نيمگړتياوي څرگندي کړي،ترڅوداداري چارواکوپام راواږوي،اوپه پوره کولوکي ئي اقدام وکړي.

دسياسي گوندونوقانون په(5)فصلونو(25)مادوکي،اودسياسي گوندونودثبت دډول مقرره په (3)فصلونواو(10)مادوکي چه د(23)کڼي مصوبي د17/13/1382نيټي دوزيرانودعالي غوندي له خواتصويب.اودافغانستان دانتقالي اسلامي دولت درئيس له خوا د(73)گني فرمان اود22/7/1382نيټي باندي منظوراوتشيح اوپه 26/7/1383هـ ،ش کال درسمي جريدي په(812)گڼه کي په نشررسيدلي دي.

دگوندونودقانون دنافذ دونه وروسته،د(2)مادي دثبت دډول مقرري په بناد سياسي گوندونوثبت دعدليي وزارت ته وسپارل شول. اونوموړي وزارت دسياسي گوندونودثبت مسؤليت(دنده)دانسجام (سمون)رياست ته محول کړه.

نواوست دارياست ټولنيزسازمانوته اوسياسي گوندونه رجسترکوي. اوددي رياست دابتدائي فعاليت نه تراوسه(81)سياسي گوندونودقانوني پړاونودطي دتيرولونه وروسته قانوني جوازونه لاسته راوړي دي .

اود(6)گوندونودثبت کارترڅيړني لاندي دي .

سياسي گوندونه کولاي شي چه دوطن په سياسي ډگرکي څوگنداو ارزښتنا که رول ولبوي په هغه ټولنه کي چه ملي،قوي سياسي گوندونه وجودونه لري. په هغه ټولنه کي سياسي خوزښت په عين حال کي سياسي سالم رقابت دخلکودگټواوسمونيتالپاره،آن دملک دترقي اوپرمختک لپاره وجود به ونلري.

پدي منظوراودسياسي گوندنودقانون(3)مادي په پام مرچه راغلي(دافغانستان سياسي سيستم دگوندونوپه تعدداودموکراسي ولاړدي.)

دغه اداره دنده لري چه سياسي گوندونه دلازمه اسنادو دتکميل اوپوره کولونه وروسته ثبت کړي .

په همدي ترتيب تي ترواسه پوري دامهم کارپه ښه طرزسرته رسولي دي.

اوضروري ئي بولوچه ټولنيزسازمانونه اوسياسي گوندونه دثبت نه وروسته ځه دندي چه قانون ددوي په وړاندي ايښي دي په پام کي ولري .

ولي ترواسه پوري کمه ليدل کيژي،چه ټولنيزسازمانونه اوسياسي گوندونه،دثبت اوراجسترنه وروسته خپل ملکفيتونه دپريکړو(تصميم نيونو)په برخه کي دي اداري ته رسماٌُخبرتياورکړي . ددي کمي اونيمگړتياوو سره سره چه لاترواسه پوري په کاروکي شته ده،ديوي روښانه دتبعيض اوبي عدالتي نه پرته. ښي آيندي ته اميدواره يو. همدارنگه دسياسي گوندونه اوټولنيزسازمانونقش اوپه همدي ډول ددوي دمسؤلانه هڅواودکار دکيفيت دلوړه ولواوروزني باندي باورلروپاته دي نه شي چه داداري سمونتيااوجوړښت نه وروسته د(2158)گڼي 17/6/1384نيټي ليک په بنا،ددي رياست تشکيل د(21)تنونه(15)تنونه راټيټ شوي دي .

ددي رياست داولني تاسيس نه الحاج خليل الله(فقيري)درياست دسرپرست په توگه محترم عبدالرحيم(فروتن)،دمرستيال په توگه،پدغه رياست کي دنده درلوده،دڅه مودي نه وروسته محترم سيدمحمد(هاشمي)داولني رئيس په توگه د2/3/1382نيټي څخه تر12/2/1384پوري وظيفه ترسره کړي،وروسته په12/3/1384نيټه دعدلي وزارت دمقام په مناسب گڼلو وروسته داداري سمونتيا په تطبيق محترم عبدالغياث(الياسي)تراوسه پوري ددي رياست دنده ترسره کوي.

همدارنگه 17/6/1384نيټي(2158)گڼي د استخدام مديريت دمامورينولوي مديريت دليک په بناددندولايحه داداري سمون تيانه وروسته را رسيدلي چه دسمون(انسجام )رياست ددندولايحه په لاندي ډول ده.

  • دسياسي گوندونواوټولنيزو سازمانودڅيړني،ثبت سمون(انسجام)رياست ښه سمون .
  • درياست دټولوبرخونه مراقبت،کتنه اوکنترول.
  • درياست دټولو برخو دکارکولونه په خپل وخت.
  • دسياسي گوندونواوټولنيزوسازمانوسره دمرستي کولو سرته رسول.
  • درياست دچارو لارښوونه،سمونتيااومرسته.
  • دوزارت درهبري(لارښوني اواداري هيات په مجلسونو کي شرکت اودکار رپوټ دوزارت لوړپوړوچارواکوته.

 

دگوندونواوټولنيزسازمانود ځيړني،ثبت اوسمون(انسجام)رياست تشکيلاتي چارت دسمون رياست (1384)کا ل د PRR تشکيلاتي چارټ