د عدلیې وزارت مهمې دندې او مسوولیتونه

دعدلیې وزارت د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت له مرکزي ادارو ځخه دی، چې مهمې دندې یې عبارت دي له :

  دافغانستان داسلامي جمهوري ریاست دفرمانونو او قوانینو د مسوداتو ترتیبول.

  دافغانستان داسلامي جمهوري دولت له قوانینو سره دبهرنیو سوداګریزو توافقنامو، کنوانسیونو، دبین المللي حقوقي قراردادونو دسمون په اړه یې نظر ورکول.

   دهغو قوانینو او مقرراتو مسودې چې دوزارتونو او ادارو له لوري طرح کېږي دهغو غوښتنه اودنظریاتو یې ارزونه اود اړوندو ادارو د کارپوهانو په مرسته دهغو مقررو او     قوانینو تکمیلول.

  وزارتونو او دولتي اداروته قانوني اوحقوقي مشورې ورکول.

  ددولت دمادي ګټو اوملکیتونو څخه دفاع اود اړتیا په صورت کې ددولت پر پور وړیو قانوني دعوه دایرول.

  دکورنیو اورعیت دشکایت پراساس دهغوی له مدني دملکیت اوکار له حقونو دفاع اودمحاکمودصادر شویو پرېکړو دعملي کولو په خاطر دمدني شخړو په اړه دلارو چارو غوره کول.

نور

خبرونه

نور